کندهار: د يوديرش ميليونه ډالرو په ارزښت د درملو د تولید فابريکه جوړيږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۲۷، چهارشنبه)
په کندهار ولايت کې د هیواد په کچه د درمل جوړولو تر ټولو لويه فابریکه جوړيږي چې د مسؤولینو په وینا يې دا مهال يې کار تر نيمايي زیات بشپړ شوی دی.
دغه فابريکه چې د سنوفارما نوم ورکړل شوی په نړيوال معيار برابر درمل به توليدوي او د درمل جوړولو کار يې د نړیوالې روغتيايي ادارې له خوا څارل کيږي.
د یادې فابريکې مشر محمد سعيد صديق وايي، سنوفارما فابريکه د ۷۱ افغان سوداګرو په ګډه پانګه جوړيږي.
د ښاغلي صديق په وينا، د يادې فابريکې پر جوړولو به يوديرش ميليونه ډالره لګښت راشي او په ۲۰۲۰کال کې به د درملو تولید پيل او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
روغتيايي کارکوونکي او خلک د يادې فابريکې جوړولو ته خوشبین دي په وينا يې په دې سره به په هیواد کې د غير معياري درملو وارداتو مخنیوی وشي.
سنوفارما د درمل جوړولو فابريکه د هیواد په کچه لومړنۍ فابريکه ده چې ښايي افغانستان د درملو په برخو کې تر يوې اندازې پر خپل ځان بسيا او معياري درمل توليد کړي.



