امریکا: طالبان دې دجګړې پر ځای سولې ته خپله ژمنتیا وښیي

کابل ټکی کام (چهار شنبه، ۲۷ وږی ، ۱۳۹۸ل)
امریکا یوځل بیاپه طالبانو غږ کړی چې دافغان جګړې پای لپاره دې دجګړو درولو سره سولې ته ژمنتیا وښیي .
دامریکا دبهرنیوچارو وزارت په کابل او پروان کې د طالبانو د تېرې ورځې بریدونه غندلي دي.
ددغه وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې طالبان دې بریدونو او چاودنو پر ځای سولې ته خپله ژمنتیا وښيي او له جګړو دې لاس واخلي.
په خبرپاڼه کې دا نه دي راغلي چې له طالبانو سره د سولې د خبرو د بیا پيل شونتیا شته کنه؟
تر دې وړاندې بیا طالبانو ویلي وو، که امریکا وغواړي نو دوی بېرته ورسره خبرو ته تیار دي.
طالب استازي دمګړی په روسیه او ایران کې ددغه هېوادونو له چارواکو سره د سولې په اړه په خبرو لګیا دي.
ګډ حکومت هم د وسلوالو طالبانو پر دغه سفرونو نیوکې کړې دي، خوسیاسي شنونکي بیا دطالبانو وروستي سفرونه په امریکا دفشارونو نوې لړۍ بولي چې پایلې به یې مثبتې وي.



