هلمند: د واشير ولسوالۍ د امنيې قومندان پر موټر ماین چاودنه شوې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۲۷، چهارشنبه)
د هلمند ولايت د واشير ولسوالۍ د امنيې قومندان په رینجر موټر چاودنه شوې چې د هغه په شمول پکې اتو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه چاودنه نن سهار د یادې ولسوالۍ مربوط د سپينې تيږي په سیمه کې د څارمن شميم نورزي د رینجر پر سپرلۍ موټر سره شوې.
د امنيې قومندانۍ سرچينې وايي، په چاودنه کې امنيه قومندان او څلور پوليس ټپيان شوي او دوه تنه پوليس وژل شوي دي.
طالبانو د بريد مسؤوليت منلی وياند يې يوسف احمدي په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکي، رینجر موټر په بشپړه توګه ویجاړ او پکې سپاره اتو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.



