ننګرهار: د بریښنایي تذکرو د وېش پر مرکز ډلییز برید روان دی

کابل ټکی کام (چهار شنبه، ۲۷ وږی ، ۱۳۹۸ل)
له ننګرهار ولایت څخه رپوټونه ورکړل شوي چې ددې ولایت په درېیمه ناحیه کې د بريښنايي تذکرو د وېش پر مرکز ډله ییزو برید شوی دی.
د ننګرهار روغتيايي چارواکي وایي، تر اوسه د پېښې له ځایه ۱۰ ټپیان د ننګرهار ملکي روغتون ته ور وړل شوي دي.
د دوی په خبره په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي چې د ځینو روغتیایی وضعیت خراب ښودل شوی دی.
ددې برید مسئولیت تر دې وخته کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی، خوننګرهار یو له هغو ولایتو دی چې دداعش ډله پکې پراخ حضور لري.



