غني د یوې سکې دوه مخونه؛ هم خلک وژني هم ترې رایې غواړي

ډاکټر یوسف اکبری
د 01 او 02 او د دوې د بادرانو د ډرون الوتکو لخوا پر عامو خلکو وحشیانه بریدونه او بیا د دې بریدونو نه پوښتنه له ډیر وخت نه یو دود وګرځید، خو عجیبه داده چې له څو مودې راهیسې چې غني ټاکنیز کمپاین پیل کړي او به یوه او بل ولایت کې غونډې جوړوي، خلکو ته ویناوې کوي، په څنګ کې ورسره د یادو قطعو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه هغه هم په عامو او بیګناه خلکو شدت موندلی، ملت حیران همدې ته دی چې وحشي غني او د هغه وحشي فوځونه او باداران یې له یوې مخې په وحشیانه توګه او پرته له کومې ګناه هره ورځ یا یوه ورځ پس وژني او له میرمنو او ماشومانو سره یو ځای یې په خواږه خوب او په توره شپه کې په خپلو وینو کې لمبوي، خو په سهار یې په ګرد افغانستان کې هیڅوک نیشته چې په اړه یې خفګان خو لرې خبره ده چې منطق او دلیل ووایی چې ولی ووژل شول، پرته له دې چې عام خلک چیغې وهي خپل مړي د ولایت مخې ته ږدي، خو سره له دې کوکارو یې بیا هم پایله نه معلومیږي.
سره له دې ټولو له شرمه ډکه ناخوالو غني او ټیم یې بیا هم په شلیدلو خولو د قدرت چوکۍ د ترلاسه کولو په موخه خپل کمپاین ته ادامه ورکوي او داسې ویناوي کوي لکه په هیواد کې چې خیر او خیریت وي او هغه څوک چې وژل وی دي هغه بیخي افغانان خو څه کوي چې بیخي بشر او انسانان نه دی، او نه څوک لري چې پوښتنه یې وکړي.
له بل پوله سړی هغو افغانانو ته هم حیران شي چې د دغو خدا ناترسه کمپاینرانو غونډو ته ورځي او د دې دوه مخو ویناو ته غوږ ږدي او چکچکي ورته کوي، که دا حالت روان وي نو الله تعالی به لومړی پر ملت هیڅ رحم ونکړی او په دوهم قدم کې به پر دې ظالمانو خپل غضب نازلوي.
ځکه چې له ظالم سره تګ او ورسره ناسته او په تیره بیا خبرو ته یې غوږ نیول د الله تعالی قهر او غوصه په جوش راولي ځکه رسول الله ص فرماییی چې: من مشی مع ظالم سلطه الله علیه. څوک چې له ظالم سره ځي الله به یې پر همده هم یوه ورځ مسلط کړي.
د غني او د ده اداری لخوا د عامو خلکو سفاکانه وژنې د غنی تور مخ دی چې له خلکو یې تر اوسه پوری د پټولو هڅه کوي او په کمپایني غونډو کې بیا خلکو ته سپین مخ ښکاره کوي او د خپل تور مخ په اړه ځان ناخبره نیسی او د بیګناه وژل شویو هیوادوالو په اړه یوه یادونه قدري هم نه کوي.


