پاکستان د ډيورنډ کرښې په اړه د افغان حکومت وروستيو څرګندونو ته غبرګون ښودلی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۳۰، شنبه)

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د افغان حکومت د ډيورنډ کرښې د وروستيو څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت تيره پنجشنبه د دواړو هیوادونو تر منځ د تورخم دروازې د پرانيستې پر مهال وويل، چې ډيورنډ د رسمي کرښې په توګه نه پيژني.

د یاد وزارت ویاند صدیق صديقي وويل، پاکستان پر تورخم یوازې څلورويشته ساعته د تورخم پر پوله د افغانانو د تګ راتګ لپاره اسانتيا برابره کړې، کوم څه چې پر لوحه لیکل شوي د پاکستان دريځ دی او افغانستان هيڅکله دغه فرضي کرښه په رسمیت نه پيژني.

خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت نن شنبه په خبره کړې اعلامیه کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت څرګندونې غير مسؤولانه بللي زياتوي ډيورند د نړ یوالو وانينو او کنوانسينونو پر اساس په رسميت پيژندل شوې کرښه ده.

اعلامیه کې راغلي، چې ورته ډول څرګندونې د افغان سولې په اړه روانو هڅو او همکاریو ته زيان رسولی شي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون، د ولايتي شورا ځينو غړو د خواله رسنیو یو شمېر کسانو په دې مراسمو کې د ځینو افغان چارواکو پر ګډون، او پر هغه لوحه نیوکې وکړې چې د پاکستان لخوا نسب شوې وه.

په دغه لوحه کې په انګلیسي ژبه د Torkham Border Crossing کلمات لیکل شوي وو او همدا راز د ننګرهار ولایت والي شاه محمود میاخېل په مراسو کې ګډون کړی و.

تر دې مخکې ځينې لوړپوړو افغان چارواکو او سياستوالو ويلي، چې اشرف غني له پاکستان حکومت سره په پته د تورخم کرښې د په رسميت پيژندلو لاسليک کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button