مصر کې د ولسمشر سيسي د فساد پر ضد لاریون شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۳۰، شنبه)

د مصر په پلازمینه قاهره او څو لویو ښارونو کې د دغه هيواد د ولسمشر الفتاح السيسي پرضد لاريونونه شوي دي.

لاريونوال د مصر السيسي حکومت په فساد تورنوي وايي، په داسې حال کې چې ميليونونه مصريان د فقر تر کښې لاندې ژوند کوي.

د مصر په پلازمينه قاهره، اسکندريه او سویس کې هم زرګونه لاريونوالو د سيسي د ليرې کولو او رژيم د نسکورولو شعارونه ورکړي دي.

که څه هم د مصر د پلازمېنې قاهرې تحریر څلورلاري کې د لاریونیانو د خورولو عملیاتو دوام درولو، خو د رژیم ضد شاوخوا سلګونه لاریون کوونکو خپل لاریون ته دوام ورکړی .

په ۲۰۱۳ میلادي کال کې ښاغلی سیسي د مصر د لومړي دیموکراتیکه منتخب ولسمشر محمد مرسي د پوځ مشر شو چې وروسته یې د لاریونونو مشري هم کوله.

سيسي د ۲۰۱۸ میلادي کال کې په ولسمشریزو ټاکنو کې ۹۷ سلنه رایې وګټلې او له هغه راهيسې د دغه هيواد منتخب ولسمشر ټاکل شوی خو اوس مصريان د نوموړي د استعفا غوښتنه کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button