ټرمپ: د ایران په مرکزي بانک بندیزونه لګیدلي

کابل ټکی کام( شنبه، ۳۰وږی، ۱۳۹۸)

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبر ورکړی چې د ایران په مرکزي بانک د امریکا لخوا بندیزونه لګیدلي دي.

ټرمپ د دې بندیزونه په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي او نه هم تر اوسه بلې کومې سرچینې په دې اړه معلومات خپاره کړي دي.

دغه خبر په داسې وخت کې مخې ته راځي چې څو ورځې وړاندې لا ټرمپ وویل چې په ایران به بندیزونه نور هم سخټ شي.

ډونالډ ټرمپ همدا راز ویلي چې په ایران د برید کولو امکان هر وخت شته او په ټکو یې، امریکا تیاره ورته ناسته ده.

د تهران او واشنګټن ترمنځ اړیکې وروسته له هغه یو ځل بیا د ترینګلتیا په لور روانې شوې چې په سعودي کې د تیلو پر چڼځایونو خونړي بریدونه وشول.

امریکا او سعودي دغه کار د ایران بولي خو ایران بیا دغه تورونه ردوي.

مربوطه مطالب

Back to top button