سپاه پاسداران: هر استعمارګر ته به قاطع ځواب ووایوو

کابل ټکی کام (شنبه، ۳۰ وږی ، ۱۳۹۸ل)

وروسته له هغې چې ایران دسعودي عربستان دتېلو پر تولید ځایونو شویو حملو کې تورن وبلل شو، اودامریکا ترڅنګ یوشمېر هېوادونو په نظامي انتقام وګواښه، ددې هېواد سپاه پاسداران دهر استعمارګر برید ته د پوره تیاري خبر ورکړی دی.

دایران د سپاه پاسداران ځواک مشر حسین سلامي په یوه وینا کې ګواښ کړی دی چې که هر څوک پر ایران برید وکړي، هېواد به یې د جګړې پر اصلي ډګر بدل شي.

هغه ویلي، ایران هر یرغلګر، استعمارګر او متجاوز ته ځواب ورکوونکی دی او له هیڅ ګواښه ویره نه لري.

نوموړي زیاته کړې، یرغلګر دې پوه شي چې ایران یې په هیڅ ګوټ کې هم په کراره نه پرېږدي، او تاریخي درس به ورکړي.

سلامي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې امریکا ویلي، د سعودي پر تیلي تاسیساتو د برید مسوول ایران دی او تر پلټنو وروسته به خپله پرېکړه وکړي.

په ورته وخت کې سعودي هم په دې برید کې ایران پړ بللی دی او زیاته کړې یې ده چې دا هېواد په منځني ختیځ کې د ناکراریو په لټه کې دی.

سعودي او امریکا غواړي چې داهېواد دهر اړخیزو فشارونو په نتیجه کې تسلیم کړي، خو ایران لاهم تر اوسه مقاومت کوي، دخپلو ګټو ساتنه سره کرښه بولي او هر مخالف ته د مقابلې ګواښ کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button