کندهار: د ګډو ځواکونو بمبار کې دولس ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۳۱، یکشنبه)

د کندهار ولايت په راغستان ولسوالۍ کې د ملکي خلکو پر کورونو بمبار کې دولس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه بمباري وړمه شبه د یادې ولسوالۍ مربوط په ذکري کلي کې په یوه کور شوې چې په ترڅ کې يې د یوې کورنۍ څلور تنه، دوه نارینه او دوه کوچنيان وژل شوي دي.

دغه راز ګډو ځواکونو د عملياتو پر مهال د یادې ولسوالۍ اړوند په تحصيلدارو سيمه کې شبږ تنه وژلي او د یوې کورنۍ شپږ تنه نور يې له ځان سره د بنديانو په توګه وړي دي.

د هيواد په بيلابيلو ولايتونو کې د ګډو ځواکونو له خوا شپني عملیات او هوايي بريدونه کيږي چې تر ډيره پکې ملکي خلک هدف ګرځي.

مربوطه مطالب

Back to top button