(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۳۱، یکشنبه)
د افغانستان او ازبکستان تر منځ د راتلونکو لسو کلونو لپاره د بريښنا د پلور قرارد لاسليک شو چې له مخې به يې ازبکستان افغانستان ته تر لس کلونو بريښنا ورکوي.
دغه قرارداد پرون د ماليې د سرپرست وزير همایون قيومي او د ازبکستان د انرژۍ وزير تر منځ لاسليک شوی دی.
د ښاغلي همایون قيومي په وینا، ازبکستان تر پخوا او د نورو هيوادونو په ټيټه بيه بريښنا پلوري چې په خبره يې له دې لارې شپږسوه ميليونه ډالره سپما کيږي.
نوموړی زياتوي، د بريښنا لپاره د تأسيساتو جوړولو لګښت هم د ازبکستان پر غاړه دی.
دغه راز د ازبکستان د انرژۍ وزیر وويل، چې تر راتلونکو لسو کلونو به يې هيواد د افغانستان لپاره بريښنا تأمينوي.
ویل کیږي چې افغانستان ۱۱زره میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري خو د دغې اړتیا ډيره کمه برخه د کورنیو منابعو څخه تولیدي.
افغانستان د انرژۍ د تولید ډیر امکانات لري خو د حکومت د بې کفایتۍ، جګړو او د ګاونډیو هیوادونو د مخالفت له امله افغانستان اوس هم له ګاوڼدیو هیوادونو څخه برق پیري..


















