د کابل- جلال اباد پر لویه لاره ترافیکي پيښه کې اووه تنه مړه شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۳۱، یکشنبه)

د کابل جلال اباد پر لويه لاره د ماهيپر سيمه کې د يوې ترافيکي پيښې له کبله اووه کسان مړه شوي دي.

پيښه د کابل- جلال اباد لويې لارې د ماهيپر په سیمه کې نن سهار رامنځته شوې ده.

ځايي سرچينې وايي، یو زرنج موټرسايکل کې شاوخوا لس تنه سپاره و چې ماهيبر کې له سړکه واوښت او ګړنګ ته ولويد.

په وژل شويو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

ماهيپر کابل ته د تګ راتګ خطرناکه لاره ده چې ډير موړونه لري او د موټرچلوونکو د بې احتياطۍ له امله وخت ناوخت پکې ترافيکي پيښې رامنځته کيږي.

مربوطه مطالب

Back to top button