(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۳۱، یکشنبه)
برتانيه وايي، د افغانستان څلويښت کلنه جګړه کې هره ورځ افغانان وژل کیږي او دغه جګړه یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده.
په کابل کې د بريتانيې شارژدافير جايلز ليور د جګړې له ښکيلو خواوو غوښتي چې مخامخ خبرو ته سره کښيني.
نوموړي ويلي، هيواد يې تل د سولې د هڅو ملاتړ کړی او راتلونکي کې به هم په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
برتانيوي چارواکي په داسې حال کې د سولې خبرو د بيا پيل غوښتنه کوي چې امریکا له تير یوه کال راهيسې طالبانو سره د افغان جګړې ختمولو او له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د ايستلو پر سر خبرې روانې کړې وې، خو یوه مياشت وړاندې ټرمپ وويلل، ځکه يې خبرې لغوه کړې چې کابل کې د طالبانو په یوه بريد کې امریکايي پوځي ووژل شو او څو تنه ټپيان شول.
دغه راز نوموړي پرون یو ځل بيا وویل، چې طالبانو سره يې خبرې ځکه ځنډولي چې هغوی اوربند ته تيار نه ول.
برتانيه یواځینی هيواد دی چې افغانستان ته يې د جګړې لپاره له امریکا وروسته تر ټولو زيات پوځيان راوليږل.


















