پروان: د ګډو ځواکونو شپنيو عملياتو کې د يوې ښځې په شمول اووه ملکيان وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۳۱، یکشنبه)

د پروان ولایت په مرکز چاریکارو کې د ګډو ځواکونو د شپنیو عملیاتو پر مهال اووه ملکي وګړي وژل شوي دي.

دغه عملیات تيره شپه د يادې ولسوالۍ مربوط په خلازيو سيمه کې ترسره شوي دي.

ځايي اوسیدونکي وايي، په وژل شويو کې څلور تنه د یوې او درې تنه نور د بلې کورنۍ غړي دي.

په وژل شويو کې یوه ميرمن هم شامله ده.

که څه هم چارواکي یاد کسان طالبان بولي خو ځايي اوسيدونکي وايي، وژل شوي کسان ټول ملکيان او د هيڅ کومې وسله والې ډلې سره يې اړيکې نه لرلې.

ويل کيږي، عملیاتي عسکرو د قربانيانو د کورنيو مالونه چور کړي، درې عرادې  شخصي موتر او شپږ موترسايکلونه يې هم سوځولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه شپه هم ګډو ځواکونو د کندهار په راغستان ولسوالۍ کې د هوايي بريدونو او عملیاتو پر مهال دولس کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button