امریکا: وسلوال برید ۱۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل ټکی کام( یکشنبه، ۳۱وږی، ۱۳۹۸)

د ورکړل شویو راپورونو پر اساس چې په امریکا کې یوه وسلوال برید لسو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

یاد برید تیره شپه د متحده ایالاتو د کارولینا ایالت په لن کاسټر ښار کې د شپې په یو کلب کې ترسره شوی دی.

ځایي چارواکو هم پیښه تائید کړې خو د برید اصلي لامل او علت لا هم نه دی څرګند شوی.

پولیسو د بریدګرو او برید په اړه پلټنې پیل کړي دي.

د ځایي پولیسو په وینا چې د بریدګرو په ډزو کې ۲تنه ځای پر ځای وژل شوي او ۸ تنه نور ټپیان دي.

ټپیان روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوي او حالت یې د اندېښنې وړ نه دی ښودل شوی.

مربوطه مطالب

Back to top button