سعودي کې د تیلو پر چنځایونو له بریدونو وروسته ایران ته سخت خبرداري

کابل ټکی کام( یکشنبه، ۳۱وږی، ۱۳۹۸)

څو ورځې وړاندې د سپتمبر په ۱۴مه نیټه په سعودي کې د دې هیواد د تیلو پر چڼځایونو برید دروند مالي زیان واړولو او د دې هیواد د تیلو په تولید کې یې ۵۰سلنه کموالی راووست.

د دې بریدونو مسؤلیت په یمن کې حوثیانو په غاړه واخست خو سعودي او امریکا یې نه مني.

امریکا او سعودي دواړه دغه کار د ایران بولي او وایي چې ځیني اسناد یې هم په دې اړه ترلاسه کړي دي.

د سعودي د باندینیو چارو وزیر عادل الحبیر تازه د دې بریدونو په اړه یو ځل بیا ایران پړ بللی او خبرداری یې ورکړی چې د دې کار په غبرګون کې به مناسب ځواب ووایي.

ایران بیا څو واره د امریکایي او سعودي چارواکو یادې ادعاوې رد کړي چې ګواکې د دې برید تر شا د تهران لاس وو.

پنټاګون له دې برید وروسته سعودي عربستان ته د تازه دمي ځواکونو د لیږلو پرېکړه هم وکړه چې د ایران سخته غصه یې راوپاروله.

د انقلابي ځواک ( سپاه پاسداران) یوه قومندان وویل، ایران به هر تیری ګر ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړي.

په ورته وخت کې امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ایران د لا سختو بندیزونو او فشارونو خبر ورکوي خو ایراني چارواکي وایي، دوی د چا فشارونو ته نه تسلیمیږي.

مربوطه مطالب

Back to top button