“په دې انتخاباتو کې رایه اچونه لینوتوب دی”

کابل ټکی کام( یکشنبه، ۳۱وږی، ۱۳۹۸)

د ۲۰۱۹م کال انتخاباتو لپاره نوماندان په تیاریو او کمپاینونو بوخت دي خو افغانان پرې هېڅ باور نلري او رایه اوچونې ته زړه نه ښه کوي.

ګارډین ورځپاڼې د افغانستان د ولسمشریزو تاکنو په اړه یو مطلب خپور کړی چې ځیني افغانان یې پکې غږولي دي.

په بلخ ولایت کې یوې ۳۸کلنه معلمې خالقې ورځپاڼې ته ویلي: “یو کاندید هم د اعتبار وړ نه دی، که هر څوک کامیاب شي، یوازي به خپل جېبونه ډک کړي، او راز راز جنایات به وکړي، که موږ دوی ته رایه ورکړو، موږ به د هغوی په جنایاتو کې مسولیت ولرو.”

د قاسم ولي زاده په نوم یوه بل افغان ورته ویلي ” په دې انتخاباتو کې رایه اچونه لیونتوب دی، زه لیونی نه یم، د رایو مرکزونه په امن کې نه دي”

ګارډین ورځپاڼه د غربي دیپلوماتانو له قوله لیکي چې په راروانو انتخاباتو کې به ډیر کم خلک ګډون وکړي ځکه په وینا یې چې ډیری افغانان له اشرف غني او عبدالله عبدالله څخه ناراضه دي.

د ورځپاڼې په باور د ۲۰۱۹م کال انتخابات به هم د ۲۰۱۴م کال انتخاباتو ته ورته وي او په پای کې به دوه مخکښ نوماندان د واک په سر شخړه سره کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button