خوارج پر هره لاره دي وتلي!

طالب الهام

خوارج پر هره لاره دي وتلي
له موصل تر ننګرهاره دي وتلي

بیا پې کله چا د خدای ثناء ویلې
چې تسپې چېرته له تاره دي وتلي

نور دې ربه پېښور په عذاب ښکیل کړه
مهاجر اوس لدې ښاره دي وتلي

نور مو دوی ته په هیڅ ډول اړتیا نشته
دوی زموږ له اعتباره دي وتلي

چې سرقین له کوم حماره دي وتلي
تمباکو یې له نسواره دي وتلي

دا غوټۍ دي په خندا طالب الهامه
که نه څړیکې له پرهاره دي وتلي

مربوطه مطالب

Back to top button