ننګرهار: طالب قطعاتو له داعشي ملېشو ډیری سیمې نیولي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۳۱ وږی ، ۱۳۹۸ل)
دطالبانو لېزري قطعاتو ننګرهار ولایت کې دداعشي ملېشو تر واک لاندې سیمو کې عملیات کړي چې د ډیری سیمو په نیولو سره یې دې ډلې ته درنده مرګ ژوبله اړولې ده.
طالبانو یاد عملیات دخوګیاڼو ولسوالۍ وزیرو تنګي ، زاوې، مرکخیلو تنګي اونورو سیموکې کړي چې پایله کې یې یادې سیمې نیول شوي، اونورې ترسختې محاصرې لاندې دي.
دجګړې له لومړۍ کرښې دطالبانو دقطعې یو غړي کابل ټکي کام ته وویل، داعشي ملېشې له مقاومت لویدلي اوس غواړې چې د تیښتې لار غوره کړي
خو هرې خوا محاصره دي او دوتلو لار نه لري.
یاد طالب یو ویډیو کلیپ رالېږلی چې پکې ښکاري یوشمېر طالب ځواکونه دڅو دقیقو په تېرېدو دداعشي ملیشو له مړو د بوی شکایت کوي او ددوی مړي شماري، ویډیو کې ښکاري چې په یومیدان کې ۱۲ تنه وژل سوي او دلسګونو نورو ادعا کوي.
یاد طالب زیاتوي، دوی ته په غټه سطحه لېزري قطعات راغلي او په عملیاتو بوخت دي، دوی زیاته کړه، داچې رسما اعلان نه کوي؛ ویره لري هسې نه چې بیا ځل حکومت او امریکا پر دوی بمبارد ونکړي.



