واشنګټن پوسټ: د افغانستان راروانې ټاکنې به خطرناکې وي، طالبان به رایه اچونکونکي تر بریدونو لاندې ونیسي

کابل ټکی کام( چهارشنبه، ۳تله، ۱۳۹۸)

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د افغانستان راروان انتخابات له خطره ډک بولي او وایي چې ممکن له تشدده پکې کار واخستل شي.

ورځپاڼه له انتخاباتو سره د طالبانو حساسیت ته په اشارې سره وایي چې مخکې طالبانو په رایه اچونکو بریدونه نه کول خو په باور یې چې دا ځل به طالبان په رایه کارونکو سختې حملې وکړي.

واشنګټن پوسټ دا خبر په داسې حال کې ورکوي چې طالبانو راتلونکي انتخابات سخت تهدید کړي او خبرداری یې ورکړی چې بریدونه به ورباندې وشي.

طالبانو له افغانانو غوښتي چې په دې پروسه کې باید ګډون ونکړي او په ټکو یې چې دا یوه پردۍ او امریکایي پروژه ده.

طالبانو همدا راز د مکتب او پوهنتونو له استادانو هم غوښتنه کړي چې په مکتبونو کې دې د رایې مرکزونه نه پریږدي.

د یادونې وړ ده چې نن د ولسمشریزو تاکنو د کمپاین لپاره وروستۍ شپه ده او له سبا څخه څوک نشي کولای چې کمپاین وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button