طالبانو؛ د روغتیا نړیوال سازمان ته د بیا ځل فعالیت اجازه ورکړه

کابل ټکی کام (چهار شنبه، ۳ تله ، ۱۳۹۸ل)
وسله والو طالبانو د روغتیا نړیوال سازمان ته دیوې خبر پاڼې په خپرولو سره دبیا ځل فعالیت کولو اجازه ورکړې ده.
طالب ویاند رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې د روغتیا نړیوال سازمان د طالبانو اندېښنو ته ځواب ویلی دی، نو ځکه یې له دغه سازمان سره بېرته هوکړه وکړه.
د سرچینې په خبره له دې وروسته به د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د روغتیا نړیوال سازمان خپل کارکوونکي له طالبانو سره په مشوره ګوماري، پولیو واکسین به یوازې په کلینیکونو کې ورکوي او یوازې بشردوستانه فعالیتونه به ترسره کوي.
وسله والو طالبانو ویلي چې له دغه ادارې سره تر دې وروسته ستونزه نه لري او دوی ته یې تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د فعالیت اجازه ورکړې ده.
څه موده وړاندې طالبانو ددې سازمان فعالیتونه ځنډولي او دوی یې دخپلو سوالونو ځوابولو ته ور بللي و، نن چهار شنبه د تلې په دریمه طالبانو یاد سازمان ته اجازه ورکړه.



