حکمتیار: که ټاکنو کې درغلي وشوه؛ هیواد به د نه مهارېدونکي بحران په طرف ولاړ شي

کابل ټکی کام (چهار شنبه، ۳ تله ، ۱۳۹۸ل)
د حزب اسلامي مشر او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماندګلبدین حکمتیار د چارشبنې پر ورځ کابل کې په یوه ټاکنیزه جلسه کې د راتلونکوټاکنو په پایلو اندیښنه ښودلې.
حکمتیار ویلي، که په راتلونکو ټاکنو کې درغلي وشوه نو هېڅوک به یې پایلې ونه مني او هېواد به داسې بحران خوا ته لاړ شي چې مهارول به یې اسان نه وي.
د حزب اسلامي مشر زیاته کړه، هر چا چې په رڼه توګه ټاکنې وګټلې دی به مبارکي ورکوي او مرسته به ورسره کوي، خو که پایلو کې درغلي وشوه نو خلک او سیاسي ګوندونه به داسې غبرګون وښیي چې هېچا یې تمه نه وي کړي.
ګلبدین حکمتیار، چې نسبتاً په تونده لهجه یې خبرې کولې وویل، کابل ته تش لاس او د سولې پیغام سره راغلی، خو که په ټاکنو کې لاسوهنه وشوه نو ښایي مجبور شي چې له نورو لارو چارو کار واخلي.
دحکمتیار په ننۍ وینا کابل کې دجرمني سفیر پیټر پروګل توند غبرګون ښودلی، دده څرګندونې یې دټاکنیز کمپاین څخه سرغړونه بللې، اړوندو ادارو ته یې سپارښتنه کړې ترڅو له حکمتیار دده دڅرګندونو وضاحت وپوښتي.
حکمتیار دخپلو خبرو پر دوام له امریکا هم غوښتنه کړې چې ټاکنو کې لاسوهنه ونه کړي، اوپریږدي چې دسیاسي سیالیو له مخې شفاف انتخابات تر سره او افغانان خپل ولسمشر وټاکي.



