(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۴، پنجشنبه)
طالبانو يو ځل بيا خلکو ته خبرداری ورکړی چې راتلونکې ولسمشريزې ټاکنې تحریم کړي او پکې له هر ډول ګډون او برخې اخيستو څخه ډډه وکړي.
د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد له رسمي ټويټر ادرس څخه په خپره شوې اعلاميه کې چې د طالبانو د نظامي کمېسیون له لوري خپره شوې راتلونکي انتخابات جعلي پروسه بلل شوې په وينا يې یوازې د افغانانو د تير ايستلو، اختلافونو او د اشغالګرو د موخو لپاره ترسره کيږي.
اعلاميه کې راغلی، “کوم رژیم او اداره چې د داسې جعلي او پردیو پروسو په نتیجه کې منځته راځي هغه به د هيڅ افغان په رایه او نظر نه؛ بلکې د امریکايي سفارت او په ټوله کې د اشغالګرو د هیلو په اساس وي”.
طالبانو ويلي، چې په ټول قوت سره به دغه جعلي پروسه ګډوډي، په پوليسو، عسکرو او انتخاباتي مرکزونو به بريدونه کوي، ټولې لويې لارې به تړي او له خلکو يې غوښتي چې له کورنو څخه د انتخاباتو د ترسره کيدو پر ټاکلې ورځ راونه وځي.
اعلاميه کې پر وسله والو طالبانو غږ شوی چې د انتخاباتو په ورځ په ټول هيواد کې د يادې پروسې د مخنيوي لپاره خپل ټول وسائل استعمال کړي او د ټاکنو تر نامه لاندې دسيسه شنډه کړي ” اسلامي امارت خپلو مجاهدینوته امر کړی چې د انتخاباتو په ورځ په ټول هیواد کې د یادې پروسې د مخنیوي لپاره خپل ممکنه وسائل استعمال او د دغې دسېسې د شنډولو لپاره خپل پلانونه په کار واچوي”.
دغه طالبانو یو ځل بيا ټولو هيوادوالو ته خبرداری ورکړی چې ځانونه په خطر کې وانه چوي او د انتخاباتو مرکزونو ته له ورتګ څخه ډډه وکړي زياتوي ” د کومې ستونزې او تلفاتو د پيښیدو په صورت کې به مسئولیت پخپله په دغه امریکايي پروسه کې د ګډونوالو په غاړه وي”.
د يادونې ده، چې تيره ورځ د انتخاباتو په اړه په سوشل ميډيا کې د ځينو کړیو له خوا یوه خبرپاڼه خپره شوې وه چې خلک پکې ټاکنو ته د ګډون لپاره رابلل شوي و خو د طالب وياند ذبیح الله مجاهد له لوري یاده خبرپاڼه جعلي او د دښمن کار وبلل شو چې په وينا يې د اسلامي امارت رسمي پيغامونه لومړی د ويندويانو له رسمي ادرسونو څخه خپريږي.


















