راپورتاژ: عبدالرحمن
که څه هم د ډاډکټر عبدالله او اشرف غني ګډ حکومت د فساد په له منځه وړلو کې تر ټولو ډير شعارونه ورکول خو دا دی د ملي يووالي حکومت دوره په پای ته رسيدو ده او نه یوازې چې له حکومتي ادارو يې فساد ليرې نه کړ بلکې خپله د اشرف غني پر ميرمن، حکومتي چارواکو او د تدارکاتو په برخه کې د فساد راپورونه ورکول شول چې له امله يې د غني او عبدالله تر منځ ناندرې راپورته او امريکا د فساد له کبله خبل ژمنه کړي ۱۶۰ ميليونه ډالرو مرسته وځنډوله.
د امریکا د بهرنيو چارو وزارت نن پنجشنبه په خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې ګډو حکومت ته يې په دوو جلا برخو کې د ۱۶۰ ميليون ډالرو مرسته ځنډولې ده.
اعلاميه کې راغلي، چې د ملي تدارکاتو په اداره کې روڼوالی نشته او د ګد حکومت مشران باید د بهرنیو مالي مرستيو په اړه حساب ورکړي.
امریکا وايي، په ادارو کې د فساد، حساب نه ورکولو په اړه اندېښنه لري او د روان کال په پای کې له تدارکاتو ادارې سره خپلې مرستې دروي.
د امریکا دغه ۱۶۰ ميليونه ډالره د بريښنا د سب سټېشنونو او پروژو لپاره ځانګړي شوي و.
د امريکا د دغه پيسو د بندولو له اعلان وروسته د حکومت اجرائیه مشر ډاکټر عبدالله ويلي و چې اشرف غني د کابل بانګ پخوانی رئیس خليل الله فيروزي د ځان په ګټه د ولسمشريزو ټاکنو د کمپاين لپاره له بنده ازاد کړی دی.
خليل الله فيروزي او شيرخان فرنود هغه مهال تورن شوي و چې د کابل بانګ د مالي بحران په رامنځته کولو او فساد کې لاس لري.
دغه راز ځينې بهرنۍ مؤسسې، د ګډ حکومت لوړپوړي چارواکي او د بانګ ځينې کارکوونکي هم د کابل بانګ په قضيه کې پر لاس لرلو تورن شوي و.
خليل الله فيروزي دوه میاشتې مخکې د ولسمشر غني په ځانګړي فرمان له بنده ازاد او خپل کور ته وليږل شو چې په کابل کې د امریکا سفارت يې هم په اړه انديښنه وښوده او ويې ويل، چې له تيرو لسيزو د نړيوالو مرستې غلا شوي او شخصي ګټو لپاره کاريدلي او ويې ويل د فاسدو کسانو په نيولو کې پاتې راتلل او د حکومتي چارواکو د فساد د مخنيوي شعارونه تر پوښتنې لاندې راولي.
ملي يووالي حکومت تر دې دمه د امریکا بهرنیو چارو وزارت دې اعلان ته کوم غبرګون نه دی ښودلی خو تيره ورځ اشرف غني وويل، تيار دی چې د ټولو تورونو په اړه سپيناوی ورکړي په خبره يې که عبدالله عبدالله او رحمت الله نبيل پر ده لګول شوي تورونه ثابت نه کړي نو بايد زندان ته وليږل شي.
دغه راز غني د امریکا د نړيوالې پراختيا لپاره د امریکا د مرستو اداره USAID یوه تر ټولو بې کفايته اداره وبله او زیاته يې کړه چې د دغه ادارې د هر ډالر مرستو لسمه برخه هم د افغانستان اولس ته نه رسيږي.
د ملي تدارکاتو کمېسیون د ناستو مشري ډيری وخت خپله اشرف غني کوي چې هره کوچنۍ او ستره پروژه د دغه کمېسیون تر نظارت لاندې ارزول کيږي خو یاده اداره هم د ځينو بنسټونو، څارونکو او ادارو له خوا په فساد کې ښکیله بلل شوې ده.


















