(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۴، پنجشنبه)
د افغانستان پاکستان تر منځ تورخم لاره به سر له نن څخه د بار وړونکو موټرو او له سبا څخه د خلکو د تګ راتګ پر مخ تړل شوې وي.
د ننګرهار ولايت د رسنیو دفتر څخه په خپره شوې خبرباڼه کې راغلي، چې د تورخم دروازه د ولسمشريزو ټاکنو د ترسره کيدو لپاره تړل کیږي.
خبرپاڼه زیاتوي، د نن تلې مياشتې له څلورمې نيټې تر اوومې نيټې به ياده لاره د بار وړونکو موټرو پر مخ او د تلې مياشتې په پنځمه او شپږمه نيټه (جمعه- شبنه) به د خلکو د تګ راتګ پر مخ هم تړل شوې وي.
له خلکو غوښتنه شوې چې په یادو ورځو کې له تګ راتګ څخه ډډه وکړي تر څو له ستونزو سره مخ نه شي.
د روانې تلې مياشتې شپږمه راتلونکې شنبه په افغانستان کې د ولسمشرۍ انتخابات ترسره کيږي چې حکومت يې د امنیت لپاره د چمتووالي خبر ورکوي خو طالبانو خلکو خبرداری ورکړی چې له ټاکنيزو مرکزونو ليرې و اوسي او ځانونه په خطر کې وانه چوي.


















