حوثیانو زرګونه سعودي ځواکونه نیولي

کابل ټکی کام( یکشنبه، ۷تله، ۱۳۹۸)

یمن کې جنګېدونکو حوثیانو ادعا کړې چې زرګونه سعودي ځواکونه یې نیولي او له دوی سره بندیان دي.

د حوثیانو ویاند یحی سریع ویلي چې د سعودي نجران سېمې سره نږدې د دوی ځواکونو د سعودي په پوځیانو برید کړی چې په ټکو یې زیات شمېر سعودي ځواکونه پکې وژل شوي دي.

حوثیان ادعا کوي چې د نجران سیمې سره د سعودیانو درې سترې لواوې موږ ته تسلیم شوي دي.

د دې ډلې ویاند زیاته کړې چې دوی به د خپلې ادعا د ثبوت دپاره د یکشنبې په ورځ د المسیرة تلویزون له لارې نیول شوي سعودي ځواکونه وښیي.

د سعودي حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې حوثیان د سعودي په خلاف په یمن کې په جګړه بوخت دي او د ایران ملاتړ له ځان سره لري.

څو ورځې وړاندې د سعودي د تیلو پر سترو مرکزونو د بریدونو پړه هم یمني حوثیانو په غاړه واخسته.

مربوطه مطالب

Back to top button