انځورګر: مسعود آرین
په منډه منډه ساه نیولی، کېمره په غاړه د رایې اچونې تر ځایه راغی، کارت یې هم په غاړه وو، پرې لیکلي وو: ازاد خبربال.
د رایې اچونې په ځای کې څوک نه ښکارېدل چې رایه استعمال کړي، شاوخوا یې وکتل، څه نښې او نښانې یې هم ترسترګو نشوې چې ګواکې دادي خلک راروان دي، څنګ ته په یوه څوکۍ کیناست او تلفون یې راوکیښ، لومړی یې ټویټر خلاص کړ، پورته او کښته یې کړ خو د پام وړ څه یې پکې پیدا نکړل، بیا یې فیسبوک ته مخه کړه، پوسټ یې وکړ چې د جمهوریت د بقاء لپاره رایه وکاروئ، چا ته یې په کمنټ کې دا هم ولیکل چې تاخو ویل ټاکنې نه کیږي، دادی زه د رایې اچونې په ځای کې د راپور جوړولو لپاره راغلی یم خو دېته یې فکر نه وو چې څوک راغلي دي کنه؟
خبریال په فیسبوک کې مصروف شو، آن تر دې چې څه باندې ۱۰ بجې شوې، اوس نو باید دی خپل تلویزون ته راپور ورکړي، ځان یې برابر کړ او د تلویزون له مرکزي سټوډیو سره وصل شو
پوښتنه ترې وشوه چې د رایې اچونې د بهیر په اړه که معلومات راکړئ، خبریال پرته له مقدماتي خبرو پیل په دې جملو وکړ: که څه هم وسلوالو مخالفینو سخت ګواښونه کړي وو او خلکو ته زیات خطرونه مواجه ول، خو بیا هم په ټاکنو کې په زیاته پیمانه برخه واخستل شوه چې ۴۰% یې مېرمنې وې، خبریال د خپلو خبرو په جریان کې دا هم وویل چې د زیات رش له کبله یې خپله هم لا رایه نه ده کارولې، خبریال زیاته کړه چې رایه اچونه په ښه ډاډمنه فضا کې ترسره کیږي خو ځیني تخنیکي ستونزې شته چې دا بهیر یې ټکنی کړی، لکه په بایومیټرک سیسټم کې ستونزه او همدا رنګه د ځینو کسانو د نوم نشتون.
د خبریال له دې خبرو سره یو درز شو او په دغه مرکز د هاوان مرمۍ ولګېده، خبریال سمدلاسه اړیکه وشلوله او ځان یې یو کونج ته کړ، د تلویزون سټوډیو به نو ارو مرو خپلو لیدونکو ته ویلي وي چې د شبکو د خرابوالي له کبله مو له ځایي خبریال سره اړیکه وشلېدله.
خبریال لږه شېیبه اوتر ولاړ وو او شاوخوا یې کتل، چې په دې باوري شو چې وضعیت لږ څه برابر شو، نو یې دوه پښې خپلې کړې او دوه یې له وېرې راقرض کړې، منډه یې کړه په هغه طرف، له کومې خوا چې راغلی وو.


















