(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۸، دوشنبه)
د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم شورا غوښتنه کړې چې له بايومټریک پرته نورې ټولې رايې دې لغوه اعلان شي.
د راپور له مخې، د یاد ټیم شورا تيره شبه په کابل کې غونډه کړې چې د ياد ټیم ټولو مشرانو پکې ګډون درلود.
دغه راز ډاکټر عبدالله عبدالله د خپل فسبوک په رسمي پاڼه ليکلي، چې ډله يې د خلکو رايو ته احترام لري خو دوی پريکړه کړې چې بايد له بايومټريک پرته نورو رایو ته اعتبار ورنکړل شي.
ښايي ډاکټر عبدالله نن په یوه خبري ناسته کې د تيرو ټاکنو د مشکلاتو په اړه رسنيو ته معلومات ورکړي.
ځينو سرچينو ويلي، ښايي ډاکټر عبدالله د دغه غونډې پر مهال خپل بری هم اعلان کړي.
د يادونې ده، چې تيره ورځ د ولسمشرۍ شپږو نوماندانو ويلي و چې په ټاکنو کې درغلۍ، د بايومټريک سستم خرابوالی، انتخاباتو کې د خلکو کم ګډون له امله د ټاکنو پايلې نه مني.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د ولسمشرۍ یو بل نوماند حکیم تورسن لا له وړاندې په انتخاباتو کې خپل بری اعلان کړی او ويلي يې دي چې نور دې ورته د نوماند لقب نه بلکې د ولسمشر لقب کارول کيږي.
تيره شنبه به افغانستان کې د ولسمشرۍ انتخابات ترسره شول چې د نهه ميليونه کسانو له ډلې شاوخوا دوه ميليونه کسانو رايې کارولي، هغه څارونکي بنسټونه او ځینې نوماندان وايي، چې ډيری سیمو کې له پخوا څخه صندقونه ډک شوي و او د انتخاباتو کميسون حاکمو ډلو په ګټه کار کړی دی.


















