سعودي ټوله نړۍ د ایران په وړاندې درېدو ته رابللې ده

کابل ټکی کام( دوشنبه، ۸تله، ۱۳۹۸)
سعودي له ټولې نړۍ غوښتنه کړې چې د ایران په ضد دې ودریږي او اقدامات دې ترسره کړي.
د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان خبرداری ورکړی چې که نړۍ د ایران د ترهګریزو فعالیتونو مخه ونه نیسي نو په ټکو یې چې د تیلو بیې به په بې سارې ډول لوړې وخیژي.
محمد بن سلمان زیاته کړې، چې له دوی سره ټول اسناد او شواهد شته چې ګواکې دا خبره ترې ثابتیږي چې د سعودي د تیلو پر چڼځایونو برید تهران کړی دی.
د سلمان په وینا، که نړیواله ټولنه د ایران پر دغه کارونو سترګې پټوي نو په ټکو یې، دوی مجبور دي چې اقدامات ترسره کړي.
د یادونې وړ ده چې د ایران سره د سعودي او امریکا اړیکې سخت ترینګلي حالت ته رسیدلي دي.
په سعودي کې د تیلو پر چڼځایونو د برید مسؤلیت که څه هم حوثیانو په غاړه واخست خو سعودي او امریکا دا کار د تهران بولي.



