په ټاکنو کې مو د ولس زور ولید?!

لیکوال: امین وردګ
په ټاکنو کې د ولس غوڅ پرېکون دا مانا نه لري چې ګني ولس رایه نه ده ورکړې ، بلکې مانا یې دا ده چې د ولس غوڅ اکثریت رایه ورکړه؛ خو سولې ته، نه غربپالنې، افغان وژنې او د پردیو لپاره جګړو او قربانیو ته.
ما د ټاکنو له وقوع څخه، نږدې لس ورځې مخکې غالباً تر دغه عنوان لاندې((د افغانستان راتلونکی ولسمشر به څوک وي؟)) یوه لیکنه خپره کړې وه چې په هغې کې مې دریو تخمیني پېښو ته نغوته هم کړې.
۱- شل میلیونه افغانان به رایې و نه کاروي.
۲- لومړی مقام به د اشرف غني، دویم د عبدالله او دریم به د حکمتیار وي.
۳- غربیان اشرف غني غواړي! نو ځکه خو به همدغه سړی بیا راباندې مسلط کړي.
راتلونکی یوازې الله ته ښکاري، نه بندګانو ته، نو له همدې امله ده چې بنده په راتلونکي باندې دقیق نه پوهیږي، بلکې یوازې اټکل کولای شي.
خو رایې زما تر اټکل هم کمې شوې ، ځکه چې په خپله انتخاباتي کمیسیونونه لا دا ادعا کوي چې په سلو کې شاوخوا ۴ % سلنه خلکو رایې کارولې دي، نو د دوی دا خپل راپور هم دوی ته د انتخاب حق نه ورکوي، ځکه خو زه په زغرده وایم چې راتلونکی اقتداري غاصب(اشرف غني) به یو ځل بیا د ملت د اوږو بار او یو تحمیلي حاکم شي او دغه سړکی به یوازې غربي اډیالوژۍ او ګټو ته ترجح ورکوي، نه د ملت سوکالۍ او خوشالۍ ته.
بلې – بلې! ملت رایه ورکړه، خو سولې ته!
ملت له جګړې ستړی دی او سوله غواړي ، طالبان هم سوله غواړي او په سوله کې د ځان خیر ویني! ځکه چې ملت به یې کلک تر شا ودریږي او بیا به هېڅکله هم ترې بېل نه شي.
ملت د سولې پلوی دی او دا یې په سږنیو ټاکنو کې ټولې نړۍ ته ثابته کړه چې افغانان مسلمانان دي او عمومي ټاکنې له اسلامي ارزښتونو سره ټکر ګڼي ځکه چې که نور نه وي پوه، نو هغه د تېرو دورو مزه خو یې سمه وڅکله.
ټول ملت دا غواړي چې دلته یو سوچه اسلامي نظام حاکم شي، تر څو حق حقدار او کار اهل کار ته وسپارل شي، بې ځایه وینې تویې نشي، ټاتوبی مو مستقل، خپلواک او د پردیو لاسونه ترې وخیژي.
ملت غواړي چې اسلامي مقدسات، اموال، ځانونه او نوامیس یې خوندي شي؛ چې همدغسې یوه عادلانه او صمیمانه فضا طالبان هم غواړي.
نو معلومه شوه چې د ملت او طالبانو تر منځ فاصله نوره نشته او دواړه لوري د ځان خیر په سوله او سوله په اسلامي نظام کې ویني.
د سپېڅلې سولې او یوه سوچه اسلامي نظام په تمه ، دا تورې تیارې شپې سبا کوو!
ربه سوله او شرعي قانون راکړه. آمین



