سوریه: امریکایي او ترکي ځواکونو دې له دې هېواده ووځي کنه پر وړاندې به یې اقدام وسي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۸ تله ، ۱۳۹۸ل)

سوریې امریکایي او ترکي ځواکونو ته خبرداری ورکړی دی چې ژر تر ژره خپل ځواکونه له دې هېواده وباسي کنه پر وړاندې به یې نظامي اقدام وشي.

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په خبرو کې ویلي چې په هېواد کې یې د دوی له اجازې پرته بهرني اشغالګر موجود دي او که چېرته ژر تر ژره ونه وځي حکومت یې حق لري چې پر ضد یې کلک اقدامات وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېر کال په دې هېواد کې د داعش ډلې د بشپړ ځپلو خبره کړې وه او ویلي یې وو چې ژر به خپل ځواکونه وباسي خو وروسته د داعش د پاتې عناصرو د ځپلو په خاطر یې زر تنه پوځيان په عراق کې پرېښودل.

دسوریې داغوښتنه دځینو له هرکلي او نورو دکلکو انتقادونو نشانه ګرځېدلي، سوریایي وګړي وایي، د ولید المعلم داغوښتنه ستایي، ددوی په خبره، معلم دخپل هېواد استقلالیت ته ژمن نو ځکه اجنبیانو ته د پاتې کېدا اجازه نه ورکوي.

ځینو نورو بیا دده یادې څرګندونې غندلي او ویلي یې دي چې دا دومره وخت ولې بهرني قوتونو دسوریې خاوره تر کلکو بریدونو لاندې نیولې وه، که دوی استعمارګر وي؛ دادومره وخته داستعمارګرو ملګرتیا په څه په معنا؟

مربوطه مطالب

Back to top button