کابل ټکی کام( سه شنبه، ۸تله، ۱۳۹۸)
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي چې د کشمیر لپاره مبارزه مقدس جهاد دی.
عمران خان دغه خبرې نن خپلې کابینې ته وروسته له هغه کړي چې څو ورځې وړاندې یې په ملګرو ملتونو کې هم د کشمیر په اړه سخته تونده وینا وکړه.
فارس خبري ازانس خبر ورکړی چې عمران خان نن د خپلو خبرو پر مهال ویلي چې کشمیري ولس دې نه خپه کیږي، موږ ورسره یو.
ده همدا راز ټینګار کړی، که د کشمیر د ولس ترڅنګ یو هیواد هم ونه دریږي نو پاکستان به یې ملاتړ پرینږدي او ترپایه به یې ترڅنګ ولاړ وي.
د یادونې وړ ده چې په کشمیر کې له څو اونیو راهیسي حالت ډیر خراب دی او خلک یې د محاصرې په حالت کې دي.
د هند حکومت د کشمیر ازادي سلب کړې او د دې ځای اکثره سیاسیون یې بندیان کړي دي.
















