انتخابات که د اختلافاتو پيلامه

ليکوال احمد منصور
د تېرې شنبې د ميزان په۶ امريکايانو غوښتل يو ځل بيا نړيوال تېر باسي او داسې ورته وښايې چې ګواګی افغانان خپل قائد خپله ټاکي امريکايانو غواړي يو ځل بيا په افغان اولس داسې څوک واکمن کړي چې تر هر څه د دوي ګټې ورته معتبرې او ساتونکی يې وي، د همدغه شوم هدف د پوره کېدو لپاره پرون د شنبې په ورځ د انتخاباتو په نوم تېر ايستونکي ډرامې لاندې يې جعلي پروسه په لاره واچوله ، چې د اولس له پراخ پريکون سره مخ شوه د يو شمېر چارواکو، او د انتخاباتو د ناظرينو په وينا چې دا انتخابات د تېر پارلماني او د پنځو کالو مخکيني اولسمشري ټاکنو څخه هم کمرنګه او اولسي خلک پکې په نشت حساب ول کوم خلک چې د رايو په مراکزو کې به ليدل شوي يې هغه به يا د دې فاسدې ادارې د چارواکو،افرادو کورنی وي او يا په پيسو اخيستل شوي د لارو کوڅو لنډغر ځکه چې په سل فيصدو کې شل فيصده هيوادوالو هم خپلې رايې نه دي کارولي
که څه هم په دې فاسده اداره کې اختلافات
له حده زيات دي چې مشر او کشر يې معلوم نه ده هر يو دا کوښښ کوي چې څه ډول ځان امريکايانو ته نېژدې او ځان د هغو د ګټو ساتونکی وښايې ، تيرو انتخاباتو ته په کتو دا انتخابات به هم له سختو اختلافات څخه ډک وي تېر انتخابات د عبدالله او غني د اختلافاتو له امله دوهم ځل وشول چې بيا هم په رايو سره جوړ را نغلل پايله دا شوه چې جانکيري راغی دواړه يې په يو حکومت سره رازي کړل
خو بيا يې هم د اختلافاتو لړی تر ننه را روان وه
دا انتخابات نه بلکې د اختلافاتو پيلامه ده ځکه چې دا ځل حکمتيار صيب هم په قوي نيت راغلی چې ځان به د اولسمشری چوکی ته رسوي څو ورځې مخکېنۍ څرګنده ونې يې ښکاره ثبوت ده غني او عبدالله خو هم هسې واک او چوکی پسې ليوني شول د خپلې واکمنۍ په موده کې د امريکا د خوښ ساتلو لپاره يې په اولسي تجمعاتو، مدارسو او مساجدو هيوايې بريدونه وکړل په زرګونه افغانان يې د تورو تنبو شاته يوړل لنډه دا چې هر هغه اعمال يې تر سره کړل چې د اولس په زيان ول امريکايان دا ځل هم داسې يو څوک واکمن کول غواړي چې د دوي په بريدو کولو چوپه خوله وي
امريکايان لکه سنګه چې د دوي واک ته په رسولو خوښيګي او اهداف يې مدې نظر وي همداسې د دوي خپل منځي اختلافاتو ته هم خوښيګي او اهداف يې په نظر کې نيولي وي لنډه دا چې راتلونکو ورځو کې به دواک د ليونيانو د خپلو کې د اختلافاتو کولو شاهدان يو



