لوګر: د امريکايي ځواکونو پر ټانګ ماین چاودنه شوې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۹، سه شنبه)

د لوګر ولايت په برکي برک ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو پر ټانګ ماین چاودنه شوې چې د طالبانو په وینا بهرنيو عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه چاودنه نن سهار د يادې ولسوالۍ مربوط په ټندان سيمه کې د امریکايانو پر هغه ټانګ شوې چې په سیمه کې يې ګزمه کوله.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټر پاڼه لیکي، د چاودنې په ترڅ کې ټانګ په بشپړه توګه ویجاړ او پکې سپاره عسکر مړه او ټپيان شول.

دا په داسې حال کې ده، چې تيره ورځ هم طالبانو د لوګر مرکز ته څيرمه په عیسی خيلو خوړ سیمه کې امریکايي عسکرو ته کمین ورکړی و چې د په وينا يې دوه اتنه امریکايي عسکر پکې ووژل شول.

تر اوسه په افغانستان کې ميشت بهرنيو ځواکونو په دې تړاو څه نه دي ويلي.

وخت ناوخت د هیواد په بيلابيلو سيمو کې پر بهرنيو ځواکونو د طالبانو له خوا چاودنې، وسله وال او توغنديز بریدونه ترسره کيږي چې هغوی ته پکې مرګ ژوبله اوړي خو بهرنيان خپل تلفات د پاليسۍ له مخې له رسنيو پټ ساتي.

مربوطه مطالب

Back to top button