شمالي کوریا؛ دخبرو اترو په درشل کې یو ځل بیا لنډ واټن ویشتونکي توغوندي توغولي

کابل ټکی کام (چهار شنبه، ۱۰ تله ، ۱۳۹۸ل)

له امریکایي لوري سره د تازه خبرو اترو پیلیدو په درشل کې شمالي کوریا یو ځل بیا لنډ واټن توغندي توغولي دي.

د جاپاني رسنیو د راپورونو له مخې، د شمالي کوریا پوځ نن سهار وختي د دې هېواد د سمندر پر سر توغندي توغلي دي.

د جنوبي کوریا خبري اژانس یونهاپ، د پوځ د یوه ویاند له قوله لیکلي چې دغه توغندي د لنډ واټن ویشتونکي توغندي وو.

ویل شوي چې دغه توغندي د ونسان ساحلي ښار له یوې څنډې توغول شوي دي.

شمالي کوریا په تیرو اوونیو کې څو وارې د لنډ واټن ویشتونکي بالستیک توغندي توغولي وو.

خو دغه نوي توغندي د امریکا او شمالي کوریا تر منځ د اټومي بې وسلې کیدو په تړاو د خبرو د پيلیدو په درشل کې توغول کیږي.

دامریکا او شمالي کوریا ترمنځ تر دې وړاندې هم دتوغوندیو ازمویلو پر سر کړکېچ راپیدا شوی و چې دواړو لوریو دیاد کړکېچ حلېدا دخبرو له لارې ممکن بللی و.

مربوطه مطالب

Back to top button