طالبان: که خلیلزاد علاقه ولري؛ خبرې ورسره کوو

کابل ټکی کام (چهار شنبه، ۱۰ تله ، ۱۳۹۸ل)

وسلوالو طالبانو یو ځل بیا امریکایي مذاکراتي ټیم سره دخبرو اترو ټټر وهلی دی، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، که خلیلزاد وغواړي، دوی چمتو دي چې په اسلام اباد کې ورسره خبرې وکړي.

نوموړي ویلي، د ملا برادر په مشرۍ د دوی پلاوی به د اکټوبر میاشتې تر شپږمې پورې په پاکستان کې وي او که چېرته خلیلزاد علاقه ولري دوی ورسره خبرو ته چمتو دي.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي، د کډوالو مسئله او له امریکا سره د ځنډېدلو مذاکراتو په اړه خبرې یې د سفر اصلي اجنډا ده او دوی غواړي پر همدې موضوعاتو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوړپوړیو چارواکو سره وګوري.

شاهین ویلي، د افغان جګړې پر سوله ییز حل باور لري او غواړي چې دې مسئلې ته له سوله ییزو لارو د پای ټکی کېږدي.

افغان سیاسي شنونکو دطالبانو رسمي سفر دیادې ډلې له لاسته راوړنو بللی، او زیاته کړې ده چې طالبان به وکولی شي تر څو دروانو سفرونو په ترڅ کې یاده ډله خپل مشروعیت پراخ کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button