بغلان: د ولایتي شورا مرستیال شمس الحق بارکزي او اربکي ملېشو تر منځ نښته شوې

کابل ټکی کام (چهار شنبه، ۱۰ تله ، ۱۳۹۸ل)

راپورونه وایي، نن ماښام ۶:۳۰ بجې د بغلان ولايت امنيې قوماندانۍ کې د بغلان د ولايتي شورا مرستيال شمس الحق بارکزي او سيمه اسيمه ايزو پوليسو ترمنځ وسله واله جګړه شوې چې مرګ ژوبله یې اړولې.

د بغلان د ولايتي شورا رييس د يادې نښتې د پخلي ترڅنګ وايي، چې په دغه نښته کې د بغلان د ولايتي شورا مرستيال شمس الحق بارکزی او د بغلان امنيې قوماندان نيازمحمد نيازمند ټپيان شوي.

ولايتي شورا وايي، چې په دغه نښته کې يو سرتېری وژل شوی او يو بل ټپي شوی دی چې روغتیایي وضعیت یې خطرناک ښودل شوی دی.

بلخوا د بغلان د ولايتي روغتون مرستيال غفاري ویلي، چې د نښتې له ځايه روغتون ته ۴ تنه ټپيان ور وړل شوي دي.

تر دې وړاندې هم دافغانستان په مختلفو ولایاتو کې ددولتي چارواکو تر منځ خونړۍ جګړې شوي دي چې درندې مرګ ژوبلې یې اړولې وې.

مربوطه مطالب

Back to top button