طالبان د افغان ولس په زړونو کې!!

غورځنګ

د طالبانو تحريک چې تقريباً له نن څخه دوه لسيزې مخکې د کندهار له ميوند ولسوالۍ څخه د یوه بزرګ او مؤمن شخص له لوري پيل شوی و، له اول نه د ظلم، فساد، بې ځايه قتلونو، زورواکانو، غلو، پاټکيانو او نورو ټولو بدو اعمالو په خلاف و، او پاليسي يې همدا وه چې له افغانستان څخه پورتني ټول بد اعمال ورک کړي، له همدې امله و چې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه حقاني علماء، مجاهدين او نور ټول ولس په یوه خوله ورسره ودرېدل، او تقريباً په ډېره لنډه موده کې يې تقريباً د هېواد په زیاته برخه اسلامي نظام حاکم کړ او ټول هغه قوانين چې اسلام د يوه نظام لپاره ښودلي دي، په افغانستان کې پلي کړل.

د طالبانو د تحريک په  پيل کېدو او پرمختګ کې تر ټولو لوی لاس د افغان ولس و، ځکه چې افغان ولس نور له پاټکونو، فساد، قتلونو، زورواکانو او نورو نارواوو څخه تنګ راغلی و، داسې حالت ته رسېدلی و چې نور يې نو په هر صورت خپل هېواد پرېښوده او ورڅخه تښتېدل، خو الله ج يې ژر عرض واورېده او د طالبانو تحريک پکې پيل شو.

نو دا چې د طالبانو تحریک افغان ولس پيل کړی او د دوی ټولې اسلامي او ملي ګټې يې خوندي کړې وې، نو ځکه خو اوس افغان ولس په خپل زړه کې داسې نه بېلېدونکی ځای ورکړی دی، چې امريکا او نورې کفري نړۍ تقريباً نولس کاله دا هڅې وکړې چې د افغان ولس او طالبانو تر منځ فاصله او واټن پيدا کړي خو هېڅکله قادر نشول، بلکې هره دسيسه يې خورا په تېزۍ سره ناکامه شوې ده.

کله چې امريکا يرغل وکړ او بيا يې پر وړاندې طالبانو بېرته خپل کسان راټول کړل او په خورا دقت او ځراکت يې د امريکا او ناټو پر وړاندې خپله مبارزه پيل کړه نو امریکا د دې لپاره چې خپل تلفات کم کړي، د ملي اردو تر خواږه نامه لاندې يې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه چرسيان او هغه خلک چې طالبانو د اسلامي جرمونږ په اساس سزاګانې ورکړې وې او يا هم د دوی پلرونو د طالبانو پر وړاندې له شمال ټلوالې سره درېدلي و او يا يې د امريکا پيسو ته هيلې او اميدونه وو؛ راټول کړل او بيا يې د ملي اردو، ملي پوليسو او نورو ظاهراً خوږو نومونو باندې ونومول، تر څو افغان ولس پرې وغولوي او په ضمن کې امريکايي او غربي ګټې پرې تأمين شي، خو افغان ولس لکه څنګه چې له دې مخکې هم د دوو امپراطوريو پر ضد مبارزه کړې ده نو په مبارزه کې د دښمن او يرغلګر هرې دسيسې ته په غور او دقت سره ګوري او زير تأثير يې نه راځي نو دغسې دسيسې ته يې هم په همدې نظر وکتل او بلاًخره يې دا دی سږ کال په کُلي ډول له امريکا انتخاباتي جعلي پروسې سره غوڅنده پرېکون اعلان کړ او امريکايانو ته يې وښودله چې تاسو دلته خپل هر پلان نشئ! تطبيقولی، بلکې افغان ولس ستاسو د هرې دسيسې پر وړاندې ويښ او بيدار دی.

نو دا چې اتلس کاله امريکا او ناټو خواري وکړه تر څو د افغان ولس او طالبانو تر منځ واټن رامنځته کړي، او طالبان په افغاني ټولنه کې بدنام کړي، خو هېڅکله هم په دې باندې قادر نشول بلکې لا يې په خلاف زياتېدونکي دي.

خو اوس امریکايانو ته معلومه شوه چې طالبان د افغان ولس په زړونو کې ځای لري، او دا ځای يې په خپله تېره پنځه کلنه واکمنۍ کې پيدا کړی دی، او هغه وخت چې پر افغانانو باندې له هرې خوا ظلمونه او وحشتونه وو نو طالبانو ورته اسلامي نظام راووړ او ټول ظلمونه يې له افغانانو څخه ورک کړل.

نو افغان ولس اوس هم طالبانو ته په هماغه نظر ګوري کوم چې طالبان لا اتلس کاله مخکې پر دې ولس حاکمان وو.

امريکايان بايد په دې باندې لا مخکې پوه شوي وای چې که چېرته افغان ولس طالبانو ته په خپلو زړونو کې ځای نه وای ورکړی نو اوس به تاسو لا د وخته ختم کړي وای.

کله چې امريکا په افغانستان کې د داعش په نامه د امريکايي ګټو تأمينوونکي وروزل او يا يې هم له نورو هېوادونو څخه راوستل نو اوس وګورئ! چې له دغو ډول خلکو څخه افغان ولس څومره کرکه او عناد لري؟؟

او افغان ولس ورته په کومه سترګه ګوري؟؟

نو امريکا بايد اوس هم په دې پوه شي چې افغانان له طالبانو سره نه شلېدونکې اړيکې لري داسې چې طالبان بې له افغان ولسه هېڅ دي او افغان ولس بې له طالبانو هېڅ دی.

مربوطه مطالب

Back to top button