د سعودي او ایران مسئله؛ منځګړیتوب یې ممکن عراق او پاکستان وکړي

کابل ټکی کام( یکشنبه، ۱۴تله، ۱۳۹۸)

نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان له عراق او پاکستانه غوښتي چې د دوی او ایران ترمنځ دې منځګړیتوب وکړي.

د ورځپاڼې په وینا چې د سعودي او امریکا ترمنځ هم باور ختم شوی او د سعودي د امنیت په اړه د امریکا وعدې تر شک لاندې دي.

ورځپاڼه زیاتوي چې له همدې امله د سعودي حکومت خپله غواړي چې تاوتریخوالی راکم کړي او هڅې یې شروع کړي دي.

خو سعودي چارواکو د نیویارک تایمز راپور رد کړی او زیاته کړې یې ده چې دوی له پاکستان او عراق نه د منځګړیتوب غوښتنه نه ده کړې.

عرب چارواکو ویلي چې د عراق او پاکستان دا وړاندیز وو چې د سعودي او ایران ترمنځ تاوتریخوالی راکم کړي، نه د سعودي د حکومت.

د یادونې وړ ده چې سعوي او ایران په دې وروستیو سخت ښکر په ښکر دي، سعودي د تیلو پر چڼځایونو برید د ایران کار بولي خو ایران دغه ادعاوې بیا ردوي.

مربوطه مطالب

Back to top button