داټومي پروګرام پر سر دشمالي کوریا او امریکا مذاکرات بې نتیجې پای ته ورسېدل

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۴ تله ، ۱۳۹۸ل)

د اټومي پروګرام پر سر دشمالي کوریا او امریکا ترمنځ خبرې اترې بې نتیجې پای ته رسېدلي دي.

دا خبرې چې د سویډن په ستاکهولم ښار کې پیل شوې وې د شمالي کوریا پر اټومي پروګرام راڅرخېدې.

د شمالي کوریا د مرکچي پلاوي مشر ویلي، خبرې یې له دې امله بې پایلې وې چې امریکا له خپل پخواني دریځه لاس نه دی اخیستی.

هغه د امریکا د پخواني دریځ په اړه څه ونه ویل خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګان اوتاګوس ویلي، د شمالي کوریا څرګندونې د هغو بحثونو روحیه نه منعکسوي چې ترسره شوې دي.

دا د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او کېم جونګ اون ترمنځ تر خبرو اترو وروسته لومړنۍ رسمي خبرې وې چې بې نتیجې پای ته رسېدلې دي.

امریکا په دې وروستیو کې دایران او شمالي کوریا په ګډون له یوشمېر نورو هېوادونو سره هم دکړکېچ تر بریده رسېدلې، خو اوس هڅه کوي تر څو راپیدا شوي ناندرۍ دخبرو له لارې پایته ورسوي.

مربوطه مطالب

Back to top button