کابل ټکی کام( یکشنبه، ۱۴تله، ۱۳۹۸)
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له تیرو څو ورځو راهیسي په اسلام اباد کې وو او ویل کیږي چې له طالب پلاوي سره یې څو ځل ملاقات وکړ.
زلمي خلیلزاد په اسلام اباد کې له طالب مشر ملا عبدالغني برادر سره هم څو ځل وکتل او له هغه وروسته واشنګټن ته روان شوی دی.
په اسلام اباد کې ازاد خبریال طاهر خان ویلي چې د طالبانو او خلیلزاد ترمنځ د بندیانو په اړه خبرې شوي او ممکن تبادله هم رامنځته شي.
د طاهرخان په وینا چې طالبان به دوه تنه امریکایي پروفیسوران خوشي کوي او امریکا به یې په بدل کې ۱۱طالب بندیان ازادوي چې یو پکې ښایي انس حقاني وي.
خو نن ټکی اسیا چې د طالبانو او خلیلزاد خبرې له نږدې څخه څاري په خپل ټویټر په دې اړه لیکلي: ” د امریکا او طالبانو تر منځ د بندیانو تبادله نوې موضوع نه ده، په دې اړه د مذاکراتو په نهه پړاوونو کې پریکړي او مذاکرات سوي دي، ځکه نو، که په اسلام اباد کې د بندیانو خبره سوي وی او بندیان تبادله سي، دا به په کړو!؟ مذاکراتو کې د شوي پرمختګ یو عملي اړخ وي.”
د یادونې وړ ده چې یو لوړپوړی طالب پلاوی د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ له تیرو څلورو ورځو راپدیخوا په اسلام اباد کې دی، چې نن ممکن بیرته د قطر پر لوري وخوځیږي.

















