له مذاکراتي مېز تښتېدلې امریکا بېرته راتلونکې ده!

راپور تاژ: عقاب افغان الحنفي

دتېرې سپتمبر مياشت په اتمه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره د مذاکراتو لس میاشتنۍ خبرې لغوه کړې، چې د طالبانو سربېره يو شمېر امریکايي سياستوالو او د سيمې هېوادونو د ټرمپ له اعلان سره کلک مخالفت وکړ.

امریکایي ولسمشر دیاد اقدام لامل دطالبانو هغه ستر بریدونه یاد کړل چې دپلازمینې کابل په زړه کې دبهرنیو ځواکونو پر مرکز او موټریز کاروان تر سره شول چې درنده مرګ ژوبله یې رامنځته کړه.

خو اوس یوشمېر بهرني او داخلي کارپوهان له مذاکراتي مېز څخه دامریکا تیښته دطالبانو سیاسي ځراکت، کامیابي، او امریکا تاریخي شکست بولي.

داچې اوس د وخت په تیریدو سره دطالبانو رسمي سفرونه مخ پر زیاتېدو دي، خصوصا دامریکا سیاسي، اقتصادي او نظامي حریفو هېوادونو ته؛ دادامریکا پر مخ درنده څپېړه بلل کېږي اومجبوره ده ترڅو بیا مذاکراتي بهیر ته راشي.

ځینې معتبرې سرچینې وایي، دتېرې چهارشنبې په ورځ پاکستان ته دطالب او امریکایي پلاوو سفرونه تصادفي نه، بلکه دا واشنګټن کې ترتیب شوي او موافقه سوي سفرونه و چې موږ ترې دتښتېدلې امریکا را واپسي فهمولی شو.

پاکستان ته دطالب او امریکایي پلاوو یو وقت سفرونه او ملاقاتونه، او ددې سفرونو په اړه ورکړل سوي راپورونه دمذاکراتي بهیر له تېرو اجنډاوو څخه وو.

د وړمې شپې په ملاقاتونو کې دامریکا له لوري دکابل امریکایي پوهنتون اسیر استادان او دطالبانو له لوري دجلال الدین حقاني زوی انس حقاني غوښتل شوی چې ممکن تبادله او د مذاکراتو پیل ته بیا زمینه مساعده سي .

خلیلزاد له طالبانو سره له دوه ورځنیو خبرو اترو وروسته بېرته واشنګټن ته ستون سوی. معتبرو سرچینو دملا عبدالغني برادر او خلیلزاد له څو ځله لیدنو کتنو هم خبر ورکړی دی.

یادو سرچینو زیاته کړې، خلیلزاد او ملا عبدالغني برادر تر مینځ په خبرو کي د بندیانو د تبادلې په اړه مهم پرمختګ وسو .

دسرچینې په باور، طالبان به ښايي دوه امریکايي پروفیسران او امریکا + افغان حکومت به یوولس تنه طالب لوړ پوړي بندیان آزاد کړي.

پدې بندیانو کي به دیوشمېر وتلیو طالب څېرو ترڅنګ ښايي انس حقاني هم شامل وي.

سیاسي شنونکي دبیاځل مذاکراتو له پیلېدا خبر ورکوي، دوی وایي، امریکا له اتلس کلنې جګړې ستړې ده، ټرمپ او سلاکاران یې په شوې پرېکړه پښیمانه دي، دوی دمذاکراتو بیا پیل غواړي.

طالبان هم دیاد بهیر پیلېدا ته خوش باوري ښیي، او په ټپه ولاړ بهیر بیرته له هاغه ځایه، چې درېدلی و؛ بیا پیلول غواړي، ترڅو روانه جګړه دیوې واقعي سولې په راتګ بدله شي، او جنګ ځپلی ولس دسکون ساه واخلي.

مربوطه مطالب

Back to top button