کابل ټکی کام( دوشنبه، ۱۵تله، ۱۳۹۸)
د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ د اتومي پروګرام په اړه مذاکرات روان وو چې تېره ورځ یې د بې پایلې پای ته رسیدو خبر ورکړل شو.
د شمالي کوریا د مرکچي پلاوي مشر د مذاکراتو له پای ته رسیدو وروسته وویل چې خبرې ځکه بې پایلې پای ته ورسیدې چې امریکا له خپل پخواني دریځه نه وه اوښنې.
نوموړي د امریکا د پخواني دریځ په اړه خبرې ونه کړې.
دا مذاکرات د سویدن په ستاکهولم کې ترسره شول چې بې نتیجې پای ته رسیدلي دي.
اوس تازه د شمالي کوریا د مذاکراتي ټیم یوه لوړ پوړي چارواکي کیم میونګ ګیل ویلي چې امریکا باید مذاکرات یوې مثبتې پایلې ته ورسوي.
نوموړي خبرداری ورکړی، که امریکا مذاکرات همداسې بې نتیجي پریږدي نو په ټکو یې چې یو خطرناک حالت به رامنځته شي.

















