عمران
د ښار په ګڼه ګوڼه او شور کې تېرېدم، دا مې ډېر لیدلي ؤ چې دسرک په منځ او غاړه کې به سوالګر ماشومان او ښځې ناستې وې، زیاترو به د خپلې بیچارګۍ فریاد کاوو کله به ماشومانو په لار روان خلک له پښونه نیول ترڅو د دوږې خیټې مړولو لپاره یو څه مرسته ورسره وکړي، او یو څو روپۍ ورکړي.
دا مې هم لیدلي ؤ چې واړه شپږ کلن، اوو کلن ماشومان بورس په لاس د خلکو بوټان رنګوې، اوس د ماشومانو ترڅنګ ښځې هم د سرک په غاړه ناستي وې، بورس او رنګ یې مخکې ایښی وې، په داسې منظري لیدلو سره د سړي غونی زیګ شي، چې هغه پښتنې چې چایې لوپټه نشوایې لیدلی هغه چا مجبوره کړه چې ښار ته راووځې سوال وکړي؟
دا بدبختي له کومې خوا !؟ جنګ څه راکړل ؟
اوس چې اتلس کلني لاسته راوړني یادول کیږي، همدا لاسته راوړنې یادوئ!؟
تاسې! که مازیګر په ښار کې د مزدورانو له چوکه تیریږئ، ډیر مایوسه ځوانان به وګورئ، چې د کار په تمه ناست وي، یو نیم به لا په خواره خوله درته ووایې چې ( دا څو ورځې مې مزدوري نده کړي، که یو څو روپۍ راکړي چې خپلو بچو ته پری خواړه یوسم) دا نو بیا د بیوسۍ انتهاوي چې یو ځوان دریږي او سوال کوي !
دې اتلس کلني جګړې زموږ نه ډیر ارزښتونه واخستل، او هغه څه یې چې راکړل اوس یې په یادولو شرمیږو، په دې جګړه کې هر چا خپله برخه لرله ، چې تر ټولو غوښنه برخه یې د استعمار شتون وو، له یوي خوانه مو په بیلا بیلو نومونو په پرله پسی ډول وژل کیږو، او له بلې خوا زموږ د انحراف لپاره له بیلابیلو لارو او وسایلو کار اخستل شوی او کیږي، او تر ټول بده یې لا دا چې خپل وحشت راته په انسانیت او صله رحمۍ د خپل ورور له خولي تعریفه وي!
په دې اتلس کلونوکې د دوي دکرایه شوو اجنټانو تر څنګ یو نسل را لوي شو چې د دوي د اهدافو لپاره بغیر د آجوري کار ته اوږه ورکولو ته چمتو کیږي.
اوله دي سره سره د هرنګه فیشار وسیلي هم راباندي ازمایل کیږي له هري خوانه تر فشار لاندی یو د فقر کچه د افغانستان د احصائيي مرکزي ادارې لخوا په افغانستان کې د ژوند د وضعیت د څېړنې سروې موندنې په اساس دلته د شته واقعیتونو په بینا په پلازمینه کابل کې د فقر کچه ۱۸ سلنه، په کلیو کې ۶۱ او د کوچیانو په برخه کې بیا دغه فیصدي ۸۹ ښودل شوي چې له فقر سره مخ دي، چې ټول ټال په هېواد کې نژدې ۵۲ سلنه خلک په فقر کې ژوند کوي. او د افغانستان د اقتصاد وزیرپه وینا، په پلازمینه کابل کې د هر اړخیز فقر کچه بیا ۷،۱۴ اعشاریه اوه ښودل شوې، حال دا چې دغه فیصدي په بادغیس نورستان اونورو ولایتونو کې ۸۵ سلنه ښودل شوې.
بيکاري خو ټولو ته جوته ده، چې نږدي د هیواد نیم فیصد ځوانان مو بیکاره دي، چې په نتیجه کې په دې څو کلونوکې مو څومر هیوادوال له هیواده بهر تیښتي ته مجبور شول، څه د اروپا په سفر په بحرونو کې د ماهیانو خوراک شول، او په داخل کې هغه بشري قوه چې د یو هیواد سرمایه شمیرل کیږي هغه اوس په پردې جنګ کې بې ځایه لمنځه وړل کیږي، د ولسمشر په وینا چې څه موده مخکې یې سربازانو ته کوله ویلي چې دوي په کابل کې د واشتنټن امنیت ساتي، او په تیر کال کې یې ویلي وه چې یواځې دده په دوره کې ۴۵ زره سرتیري وژل شوي دي، چې دا شمیره به اوس ۵۰ زرو ته سریدلي وي.
ددې ټول دربدریو علت معلوم او جوت دی هغه هم استعمار دی ، تر هغې چې د استعمار هدف نه وي پوره شوی تر هغې به له همداسې بې شمیره مصیبتونو سره مخ یو، ترهغې چې د استعمار لاسونه نوي لنډ شوي موږ له دې دربدریو نه خلاصیږو.
موږ هم په عجیبه کشمش کې راګیریو له دې بدبختي ځانونه خلاصول غواړو خو خپل ژوند او فکر کې تغیر ته چمتو نه یو تر هغې چې مو په خپل فکر او ژوند کې د تغیر اراده او اقدام نوي کړي، ترهغې به مو ژوند کې تغیر ونه لیدل شي دا د الله تعالی قانون او دژوند قاعده ده، نو که چیري موږ د خپل ژوند د بدلون غوښته له الله تعالی نه ونه کړو الله تعالی مو تر هغې ژوند کې بدلون نه راولې، نو راځئ د خپل وطن د ازادۍ او خپلواکۍ لپاره چمتو و اوسو خپل ځان او خلکو ته قناعت ورکړو، چې زموږ د نجات لار په شریعت، او د استعمار په ویستلو کې ده .
















