شاهین: افغانستان دسمندر په څېر دی، څومره چې دوی(امریکا)حرکت کوي؛ ښکته به ځي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۵ تله ، ۱۳۹۸ل)

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند اوددې ډلې دمذاکراتي ټیم غړي سهیل شاهین یو ځل بیا د افغان شخړې پر سوله ییز حل ټینګار کړی دی.

نوموړي پر خپل ټویټر نن ورځ، چې پر افغانستان د امریکا د یرغل له اتلسمې کلیزې سره برابره ده، یوه توره ورځ بللې ده .

شاهین زیاته کړې یې ده، کله چې امریکا پر افغانستان برید وکړ نو یو ژورنالیست ده ته ټلفون وکړ او زیاته یې کړه، امریکا پر افغانستان برید کړی دی، ستاسې غبرګون څه دی.

د نوموړي په خبره، ده په هغه وخت کې هم ورته ویلي وو چې امریکا تېروتنه کړې ده او خپله به پښیمانه شي.

دشاهین په وینا، افغانستان د ژور سمندر په څېر دی څومره چې دوی(امریکایان) حرکت کوي هغومره به لاندې لاړ شي.

هغه ویلي، که چېرته دې شخړې ته له سوله ییزو لارو د پای ټکی کېنښودل شي نو دوی به جګړه وکړي او تاریخ به بیا تکرار کړي.

طالبانو نن دامریکایي یرغل د اتلسمې کلیزې له مناسبت سره سم په مختلفو تبصرو او مطالبو کې دا یرغل غندلی او امریکایي لوری یې دیاد وحشت پای ته رابللی.

مربوطه مطالب

Back to top button