کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۵ تله ، ۱۳۹۸ل)
دارګ او بهرنیو چارو وزارت ویاندویانو له ټوېټري مناظرو وروسته تیره ورځ غني دبهرنیو چارو وزارت ویاند له دندې ګوښه کړ.
خو د یاد وزارت ویاند صبغت احمدي د ګوښه کېدو او دندې په تړاو د راپورته شویو ناندريو په لړ کې نوموړی نن یو ځل بیا بهرنیو چارو وزارت کې د خپل کار دفتر ته تللی.
صبغت احمدي د زورنې په پار له کاري دفتر او دندې له ځایه په ټولنيزو رسنیو کې خپل عکسونه هم خپاره کړي دي.
دیادونې وړ ده چې ارګ او بهرنیو چارو وزارت وروسته له هغه په تقابل کې واقع شول چې بهرنیو چارو وزارت دسولې له هلو ځلو ملاتړ او ارګ یې مخالفت اعلان کړ.

















