امریکايي استعمار او افغانانو ته يې اوښتي زيانونه!!

غورځنګ
دا چې د روسانو او د هغوی د ګوډاګيانو (خلقيانو) پر وړاندې د افغانستان مسلمان او مؤمن ولس په يوه خوله جهاد پيل کړ او د روسانو پر وړاندې يې داسې کلکه مبارزه پيل کړه چې تقريباً د نهو کلونو په موده کې يې شوروي اتحاد دړوې وړې کړ او يوازې په روسيه يې بدل کړ.
خو وروسته بدبختانه ځينو په نامه رهبرانو د خپلمنځي اختلافاتو او خپلمنځي جنګونو له امله هغه د کونډو، شهيدانو، يتيمانو او بورو ميندو هيلې او ارمانونه له خاورو سره خاورې کړل او افغانان يې په خپلو کې سره وجنګول، چې په پای کې پاټک سالاري او رهزني شروع شوې او افغانان نو نور له خپل ژونده داسې تنګ راغلل چې حد پرې تمام شو.
بلاآخره الله ج د مظلومو افغانانو غږ واورېدلو او د کندهار له ميوند څخه يوه پر دين او هېواد مين بزرګ شخصيت (ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله) د طالبانو په ملګرتيا يو تحريک پيل کړ لومړی يې کندهار او بيا يې ورسره خوا او شا کلي، بانډې، ولسوالۍ، ولايتونه او بلاآخره نږدې ټول افغانستان د پاټکيانو، شر او فساد له تورې دورې څخه خلاص کړ او يو سوچه اسلامي نظام يې پر افغانانو باندې حاکم کړ، ټولو افغانانو ته دغه نظام په زړه پورې نظام و، ښکلی ژوند يې برابر و، نه د چا ناموس ته تاوان رسېده، نه يې مال لوټ کېدلو، نه يې سر ته خطر و بلکې داسې څه نه وو چې افغان ولس پکې نا ارامي احساس کړي.
تقريباً ټول افغانان سره په يوه ټغر راټول وو او هيچا هم له دغه نظام څخه شکايت نه درلودلو بلکې ټولو افغانانو د دغه نظام له پلي کوونکو سره يو ځای د نظام پلي کولو ته ملا وتړله او پوره پوره مرسته يې له طالبانو سره وکړه. پخواني جهادي قومندانان ورسره ودرېدل، د جبهو مشران ورسره ودرېدل او هره چاره يې له دوی سره په ډېره ښه مينه او خلوص سمبالوله.
مګر هغه څوک چې لا پخوا خرڅ شوي وو، دغه وخت يې هم د دغه اسلامي نظام مخالفت کولو، چې بيا يې د احمد شاه مسعود ملاتړ وکړ چې بيا وروسته د افغانستان شمال ته وتښتېدل او د طالبانو د نظام مخالفت يې کله په يوه بڼه او کله په بله بڼه کاوه.
خو دا چې غرب له سوونو کالونو څخه راپدې خوا لګيا دی او هڅه کوي چې د مسلمانانو له ذهن څخه د اسلامي نظام تصور لرې کړي او پر ځای يې د جمهوريت تصور پکې واچوي نو دا ځل يې د طالبانو په خلاف چې نورو حربو کار ورنه کړ نو يې پر افغانستان د حملې اراده وکړه او په بې هوده بهانو يې پټکې پيل کړې، چې بلاآخره يې په ۲۰۰۱ کال د روانې اکتوبر د مياشتې پر نننۍ ورځ چې ۷ نېټه ده؛ خپل وحشيانه بريد تر سره کړ. چې په ترڅ کې يې په لومړي ځل په زرګونو او لس زره ګونو بې ګناه افغانان په شهادت ورسول.
هغه څوک چې د طالبانو د نظام مخالفت يې کاوه؛ هدې زرين چانس ته يې کتل، چې په همدې وجه يې د امريکايانو د اشغال ملاتړ وکړ او د امريکا له لوري هم مختلې وعدې ورسره وشوې. لکه استاد سياف، رباني، مجددي، کريم خليلي، کرزی، عبدالحق چې طالبانو لا وار دمخه وواژه؛ او نورو ټولو په يوه خوله اشغال ته هرکلی ووايه او د اشغال بشپړ ملاتړ يې وکړ.
دلته اوس په څو کرښو کې د اشغال هغه بې اتفاقې چې له امله يې اوس يې هم افغانان قربانيان دي؛ لیکو:
۱ـــ لومړی خو دا چې د امريکا يرغل او استعمار افغانان په دوو بېلابېلو نظريو ووېشل، يوه يې هغه نظريه ده چې د اشغال ضد، او د اشغال خاتمه غواړي، چې په ټوله نړۍ کې هم له افغانانو څخه هم دا توقع کېدی شي. خو بله هغه نظريه او مفکوره ده چې امريکايانو د خپل ځان په ګټه د اشغال په ترڅ کې د پيسو او ډالرو په واسطه رامنځته کړې ده او د دغو پيسو پواسطه بيا ځينو په نوم افغانانو خپل ژوند امریکا لپاره ځار کړ او ځينې يې لا اوس هم لګيا دي د خپلو ولسونو په وژلو امریکا خوشحالوي.
۲ــــ دا چې په افغانانو له دې پخوا بلکل ژبنی تعصب نه وو، د بېلګې په ډول د روسانو په جهاد او همداشان له دې څخه هم په مخکې وختونو کې بلکل دغه تعصبات نه وو، خو د امريکايانو اشغال د دغو ټولو تقصباتو زېږنده دی، او لا هم لمن ورته وهي، چې دليل يې اوسنۍ دوه سرې اداره ده چې د جانکېري په توسط رامنځته شوه تر څو افغانانو ته د ژبني او قومي تصعب مرض انتقال کړي.
۳ـــ مذهبي تعصب چې همدا اوس يې مونږ او تاسو بېلګې ښې وينو، داعشيان چې د امريکا پيداوار دي او په ټولو سنيانو پسې بد او رد وايي او مطلق د مسلمانانو قتلول يې ستر هدف دی، چې امريکا يې په مکمل ډول سپوټ کوي.
۴ـــ په افغانستان کې چې انګرېزانو پخوا هم د خپلې استعماري دورې په وخت کې د هندوستان په کلکتې سيمه کې يو داسې پوهنتون جوړ کړی وو چې د اشغال شوې سيمې هغه وفادار غلامان به يې هلته پکې روزل کومو به چې له دوی سره په يرغل کې مرسته کړې وه، او د دغو خلکو نسل به يې هم همالته روزه.
نو اوس امریکايانو هم په افغانستان کې د ډيموکراسۍ پلويان وروزل چې همدا خلک تل د اسلامي نظام مخالفين پاتې شوي او هر وخت يې له اشغال سره مرسته کړې تر څو يې خپل هېواد په پرديو اشغال کړی دی، که تاریخ وګورو نو په کې وبه وينو چې په افغانستان کې د انګرېزانو دغه روزل شوي خلک ډېر پیدا شوي دي، د بېلګې په توګه د امير عبدالرحمن خان په کورنۍ کې امير حبيب الله خان، امير امان الله خان او نور، او د امير دوست محمد خان د ورور سلطان محمد خان هغه کورنۍ چې انګرېزانو ته يې د يوه خدمت په بدله کې د هندوستان کلکتې سیمې ته ولېږدوله، چې وروسته بيا دهمدغې کورنۍ يو شخص واک ته رسېږي او د افغانستان خارجي پاليسي بيا هم انګرېزان اداره کوي، چې دغه سړی محمد نادر خان د ظاهر شان پلار وو.
چې امريکايانو هم يو همدا ډول د غلامانو د روزلو پوهنتون جوړ کړی ، چې امريکن يونورسټي نومېږي، او هو به هو همدغه ډول غلامان په کې روزل کېږي او بيا د هېواد په غلامه اداره کې مختلفې څوکۍ ورکول کېږي.
۵ـــ دغه شان هغه غربي مرض چې په غرب کې د زنا په ترڅ کې رامنځته شوی وو دغه مرض يې هم افغانستان ته له خپل يرغل سره سم راووړ، چې اډز نومېږي او تداوي يې امکان نه لري.
۶ــــ د اکتوبر د اوومې نېټې دغه امريکايي يرغل په افغانانو کې رشوت هم ډېر زيات رواج کړ چې تقريباً اوس مهال د نړۍ په کچه لومړی مقام لري،
۷ـــ په افغانستان کې اداري فساد، د فحشاوو ترويج او بې درېغه بې حيايي هم د امریکايي اشغال له پيله پيل شوي امراض دي.
۸ـــ امريکايي اشغال په افغانستان کې د افغان وژنې او مسلمان وژنې ستر لامل دی، چې په بماردونو، شپنيو چاپو، او نورو حالاتو کې په يوه نوم او بل نوم باندې افغانان وژني.
۹ـــ له کومه وخته چې زمونږ پر هېواد امریکايي يرغل تر سره شوی دی نو له هماغه پيله بیا تر اوسه پورې لکونه ځوانان اروپايي ملکونو ته د غربت له امله تللي دي او بيا تر ټولو زورونکی حالت دا چې په لاره کې يې يا قاچاقبران په پيسو پلوري او يا هم د مختلفو هېواد د پوځيانو له لوري بې درېغه وژل کېږي.
نو په پای کې وايو چې په هر صورت امريکايي اشغال د افغانانو په هر اړخيز تاوان تمام شو.
نو بايد چې ټول افغانان يو موټی شي او د اشغال په ضد موقف خپل کړي، له امریکايانو څخه وغواړي چې نور دې نو زمونږ هېواد ترک کړي او افغانان دې خپل ژوند ته پرېږدي.



