کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۶ تله ، ۱۳۹۸ل)
د ګاونډي هېواد لومړي وزیر عمران خان د افغان شخړې یوازینی حل خبرې اترې یادې کړي او دواړه غاړې یې دمذاکراتو بیا پیل ته رابللي دي.
عمران خان وایي، د دې اوږدې جګړې ختمولو ته په کار ده چې مذاکرات ژر تر ژره پیل او دایمي سولې ته کار وشي.
نوموړي چین ته تر سفر مخکې په اسلام اباد کې د امریکا د کانګرس له غړو وان هولین او میګي حسن سره په لیدنه کې مفصلې خبرې کړي دي.
عمران خان زیاته کړې، طالبان او امریکا دواړه غواړي چې دا شخړه له سوله ییزو لارو پای ته ورسېږي، نو د دې لپاره غوره ده چې خبرې اترې بیا پیل شي.
عمران خان دخپل هېواد په اړه ویلي، پاکستان تر دې وړاندې هم د افغان سولې برخه کې مرسته کړې ده او له دې وروسته به هم تر خپله وسه هلې ځلې وکړي.
عمران خان داخبرې وروسته له هغه کوي چې څو ورځې وړاندې یې له یو لوړ پوړي طالب پلاوي او دامریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیده کاته درلودل.
















