طالبانو؛ دغزني پوهنتون کې رامنځنته شوې چاودنه په کلکو ټکو وغندله

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۶ تله ، ۱۳۹۸ل)

وسلوالو طالبانو دغزني پوهنتون کې رامنځنته شوې چاودنه په کلکو ټکو غندلې او دایې بشر ضد جنایت بللی دی.

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي《 ‏‎راپور مو تر لاسه کړ چې په غزني کې د پوهنتنون دننه چاودنه شوې.

اسلامي امارت دغه عمل په کلکو ټکو غندي، تعلیمي ادارې هدف ګرځول د اسلامي او بشري اصولو خلاف کار دی》.

دا چاودنه نن سهار د درس پر مهال د غزني پوهنتون د دري ادبیاتو په څلورم ټولګي کې رامنځنته شوې چې ۲۰ تنه یې ټپیان کړي دي.

یوشمېر ارګ مېشتي حکومتي چارواکي کوښښ کوي چې دې برید کې دطالبانو لاس وښیي، خو دا ډله ددیني او عصري زدکړو پر مراکزو ټول بریدونه د راغلیو استخباراتو لخوا دطالبانو دبدنامولو ناکامه هڅه بولي.

مربوطه مطالب

Back to top button