(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۱۸، پنجشنبه)
د راپورونو له مخې، د جوزجان ولايت په درزاب ولسوالۍ کې د يوې پوستې لس تنه پوليس طالبانو ته تسليم شوي دي.
طالبانو ويلي، د يادې ولسوالۍ مربوط په انتن سیمه کې يې له ډيرې مودې راهيسې يوه پوسته تر کلکې کلابندۍ لاندې نيولې وه چې بالاخره مجبور شول طالبانو ته تسلیم شي.
د طالبانو خبرپاڼه کې راغلي، چې د شيرمحمد ارباب په نوم د محلي پوليسو قومندان او لس تنه اربکيان طالبانو سره يوځای شوي دي.
طالبانو د دعوت او ارشاد او جلب و جذب په نوم ځانګړی کمېسیون لري چې ډيری چارواکي، پوليس او عسکر د دغه کمېسیون د هڅو له لارې طالبانو سره یوځای کيږي خو وخت ناوخت پر دولتي پوستو، ولسواليو او پوځي مرکزونو د طالبانو د کلابندۍ له کبله هم هغوی د خپل ژوند ژغورلو په هدف طالبانو ته تسلیمي ورکوي چې طالبان يې بيا د ضمانتونو له اخيستلو بيرته خوشې کوي چې بيا دولتي ليکو ته ستانه نه شي.
















